اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) اولس ??شر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي هند كښې د سكيهانو ٬ عيسايانو او د مسلمانانو ژوند ګران شوې ٬ د آر اېس اېس د كركې فلسفې ګاندهي هم وژلې ٬ کشمير د نيمې وچې د ويش نامكمله اېجنډا ده٬ پاكستان امن غواړي خو د كشمير په مسئله به هېڅكله سودا اونه كړو٬ د پاكستان وسله والو ځواكونو د هند دوه الوتكې رانسكورولو سره د هند غرور خاورې كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس ??شر د زيارت په ورځ د 8220;شدت خوښ هند او د ذمه وار پاكستان” په سرخط سيمينار ته وكړه۔ اولس ??شر ووئېل ملګري ملتونه اداره په نړۍ كښې امن ته د ودې ??رك??لو نظريې تر مخې جوړه شوې٬ هند د ملګرو ملتونو منشور هم تهس نهس كوي۔ اولس ??شر پاكستان كښې د ترهګرۍ خاتمې كولو په كاميابۍ وسله والو ځوكوانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو د هند دوه الوتكې په رانسكورولو د هند غرور خاورې كړې او پاكستان ثابت كړې چې د كوچني هېواد باوجود زمونږ دفاعي صلاحيت څو چنده بهتر دے۔ اولس ??شر ووئيل هند سري لنکا، نيپال او نورو كوچنيو هېوادونو په كورنيو معاملو كښې هم لاس وهنه كوي۔ اولس ??شر په دې وروستيو كښې د هند د كورني صورتحال ذكر كولو سره ووئيل دا صورتحال د خوشنونت سنګھ په كال 2003 كښې شائع كړې شوي كتاب “د هند خاتمه” كښې ښودلې شوې صورتحال سره مماثلت لري?? ده ووئيل زه د هند كورني صورتحال نه ښه خبر يم?? ده ووئيل پاكستان ګرده نړۍ كښې د اقليتونو د حقونو علمبردار هېواد دې او هند كښې اقليتونه فشار سره مخ دي?? ده ووئيل منطقه كښې د امن ټولې هلې ځلې ضائع كړې دي?? ده ووئيل هند د لسو كالو راهسې د سارك مشرانو غونډه كښې ګډون نه دې كړې