اسلام آباد 22 فروری (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان په خلوص او نېك نيت سره د ??فغ??نستان د امن په عمل كښې خپل كردار ترسره كړے، اوس به ??فغ??نانو ته خپل كردار ترسره كول وي، نن د امريكې پشمول ټوله نړۍ زمونږ د كردار ستائنه كوي، د پاكستان په موجودګۍ كښې به د فرورې په 29مه نېټه د امريكې او طالبانو ترمېنځه په تړون لاسليك كېږي ځكه چې د پاكستان نه بغېر دا معاملې مخ په وړاندې بوتلل ممكن نه و. د خالي په ورځ د ??فغ??نستان د امن عمل په اړه خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې د ??فغ??نستان د شخړې سوله ايز حل اسان نه و او نه دے. ده ووئيل چې تر ټولو اول خو مونږ ته نړۍ ته دا باور وركول و چې د ??فغ??نستان د شخړې حل د طاقت د لارې ممكن نه دے، د جامع مذاكراتو د لارې به سياسي حل لټول وي، طالبان په مذاكراتو اماده كول هم اسان نه وو. ده ووئيل چې تاسو ته معلومه ده چې ??فغ??نان تر 19 كلونو په خپلو كښې جنګېدلي. كله چې په ??فغ??نستان كښې د يوې وژنې نه پس د اولس مشر ټرمپ لخوا ټويټ راغلو چې ده د ??فغ??نستان د امن مذاكرات معطل كړي دي نو زمونږ هڅه وه چې مذاكرات بيا زر پېل شي. ده ووئيل چې د خوشحالې خبره دا ده چې نن دواړه ډلې وائي چې مونږ تفصيلات ترسره كړي دي او مونږ يوې لوظنامې/تړون ته نزدې شوي يو. دواړو ډلو د تشدد په كمي او د فرورې په 29مه نېټه د تړون په لاسليك كولو اتفاق كړے.