اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان بل??ول بهټو زرداري ته وئيلې دي كه ته غواړې او ستا وس ورسي نو د قام لوټ شوې پېسې د دوو كورنيو څخه بېرته واخله۔ د هغوي په ضد ??حريك وچلوه نو ټول قام به ستا ملګرتيا كوي٬ بل??ول صېب كه د اولس وس ورسيږي نو د تهر د بې ګناه ماشومانو قاتلان به د عبرت نشان كړي۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل كه د اولس وس ورسيږي نو د ھغوي سباٶن لوټ كوٶنكو ته به بېړۍ واچوي٬ بل??ول صاحب! د پاکستان اولس شعور لري۔ دې ووئيل اولس د مخالفې ډلې د اصل او نېت دواړو ??ه ښه خبر دے٬ لوټ مار كوٶنكې ??و دولت جمع كوونكې ?? اولس په نظر كښې سپك شوي او عمران خان ئې د لسيزو راهسې د دوو كورنيو د استحصالي راج نه د خلاصي ذريعه ګرځولې۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د وزيراعظم عمران خان د اولس احساس او دړد لري ٬ ھغه د ماضي واكمنو لخوا اولس له په وركړې شوو زخمونو ملهم اېږدي ٬ د ليګ (ن) عهدېدارو ته وائم چې قام ھغه ??خت نه دې هېر كړې كله چې اولس ” زمري اوړه اوخوړل چغې وهلې دې ووئېل “٬ ګرد پاكستان ته معلومه ده چې ھغه ??خت په اوړو٬ چينو ٬ غوړو او په خاص توګه د چرګانو په كاروبار چا قابو لرلو۔