اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي)وزيراع??م عمران خان سره د اورسيز پاكستانيانو لپاره خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري او قامي صحت لپاره خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال خارجه سېكتر سهېل مح??ود هم موجود ٶ۔ د نهې په ورځ د اورسيز وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيرِاعظم په چين كښې د موجودو پاکستانيانو په خاص توګه ووهان كښې د ز??ه كوٶنكو تفصيلات او د اوسني صورتحال په اړه معلومات ترلاسه كړل٬ وزيراعظم ته په دې موقع د پاكستانيو ز??ه كوٶنكو د صحت په اړه بريفنګ هم وركړې شو۔ په دې موقع وزیراعظم خارجه سېكتر ته امر وكړو چې په ووهان كښې موجودو پاكستانو ز??ه كوٶنكو سره پرله پسې تماس اوساتئ او د هغوي د خېريت نه د هغوي كورنۍ هم خبر كړئ۔ د قامي صحت خاص مرستيال د كرونا وائرس په اړه په موجودہ صورتحال او د وائرس نه بچ كېدو لپاره په هېواد كښې د اختيار كړو حفاظتي اقداماتو په اړه وزيراعظم ته بريفنګ هم وركړو۔