اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د مالېزيا وزيراعظم مهاتير محمد په بلنه به وزيراعظم عمران خان ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د مالېزيا دوه ورځنې سركاري دو??ه كوي. وزيراعظم سره به د كابينې د غړو پشمول د اعلٰي چارواكو پلاوې هم ځي. د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي ب??ان له مخې د دورې په مهال به د ??وا??و هېوادونو مشران د ملاقات كولو نه علاوه د پلاوو په كچه هم مذاكرات كوي. د دورې په موقع به مهمې لوظنامې او د تفاهم يادښتونه لاسليك كولې شي. دوي به په شريكه مېډيا سره هم خبرې كوي. د دورې په مهال به وزيراعظم عمران خان تهنك ټېنكس ته وېنا هم كوي. د وزيراعظم عمران خان لخوا به دا د مالېزيا دوهمه دوره وي. دغسې د مالېزيا وزيراعظم مهاتير محمد په مارچ كال 2019م كښې د پاكستان دو??ه كړې وه. د وزيراعظم عمران خان دې دورې سره به د پاكستان او مالېزيا تاريخي اړيكې قوي شي او دوه اړخيزه مر??ته به زياته شي.