نوے ډيلے 22 جنوري (اے پي پي) د هند سپري?? كورټ د شهريت د متنازع قانون نفاذ په ضد حكم امتناع وركولو نه انكار كولو سره د مودي حکومت ته د قانون د نفاذ سپيناوي لپاره د څلورو او??نيو وخت وركړې۔ هندي عدالت وئيلي دي د مركزي حكومت د ځواب اورېدو نه غېر عدالت د دې قانون نفاذ لپاره د حكم امتناع جاري كولو پرېكړه نشي كولې۔ سپري?? كورټ د مودي حكومت ته ځواب وركولو لپاره د 4 او??نيو وخت وركرې ۔ د هند د سپري?? كورټ چيف جسټس اېس اے بوبډے په مشرۍ كښې درې كسيزه بېنچ وئيلي دي د دې كېس سماعت لپاره به ي?? پنځه كسيزه آئيني بنېچ جوړولې شي٬ هند كښې شهريت لپاره په دې نوې بدلون قانون له مخې د پاكستان ٬ بنګله دېش او افغانستان څخه هند ته تلوونكو غېر مسلمه تاركين وطن ته به شهريت وركولې شي خو په دې قانون كښې مسلمانان نه دي شامل كړې شوي٬ د شهريت د متنازع بدلون قانون سي اے اي آئيني حېثيت چلېنج كوٶنكو درخواستونو د سماعت په مهال د هند اټارني جنرل ووئيل د شهريت قانون د چېلنج كوٶنكو ټولو درخواستونو نقل مونږ ته نه دې تر لاسه شوې٬ دې لپاره دې مونږ له ځواب جمع كولو لپار?? وخت راكړې شي٬ د شهريت متنازع قانون كوم چې جنورۍ په لسمه نيټه نافذ كړې شوې د هغې په ضد د تېرې يوې مېاشتې راهسې په ګرد هېواد كښې مظاهرې روانې دي٬ د دې قانون په چېلنج كوٶنكو درخواستونو كښې وئيلي شوي دا قانون د آئين د بنيادي اصولو منافي او غېر قانوني