اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) د وز??راعظم عمران خان په هدايت خارجه وز??ر مخدوم شاه محمود قريشي د اتوار په ورځ د اېران او سعودي په دوره لاړو. د خارجه دفتر وي??ند لخوا جاري شوي بيان له مخې په اېران كښې به خارجه وز??ر شاه محمود قريشي د اېران خارجه وز??ر جواد ظريف سره ملاقات كوي او هغه سره به په مېنځني ختيځ او د خليجي منطقې په صورتحال خبرې كوي. خارجه وز??ر شاه محمود قريشي به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ رياض ته ځي چرته به چې هغه د سعودي خارجه وز??ر شاهزاده فېصل بن فرحان بن السعود سره ملاقات كوي او هغه سره به د سيمه ايز امن او استحكام په موضوعاتو مشوره كوي. د خارجه دفتر وي??ند له مخې د اوسنيو پېښو د رامېنځ ته كېدو نه مخكښې نازك صورتحال سره مخ منطقه كښې امن او سلامتيا خطر سره مخ ده او په سوله ايز ډول د دې حل لپاره په سمدستي توګه د اجتماعي هڅو ضرورت دے. د دې دورو په مهال به خارجه وز??ر ه??وي د صورتحال په اړه د پاكستان د دريځ نه خبروي او د تصادم نه د بچ كېدو په ضرورت به ټينګار كوي او تاٶ تريخوالې كمولو سره په سفارتي توګه د مسئلو د حل اهميت به په ډاګه كوي. خارجه وز??ر به ه??وي د اختلافاتو په حل كښې سهولت كارې لپاره د پاكستان د امادګۍ نه خبروي.