اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي نېب آرډيننس كښې د بدلون ګرانه پرېكړه په ك??رو??ار كښې آسانۍ لپاره كړې شوې٬ په دې لړ كښې اتفاق مهم دے٬ معاشي استحکام لپاره د ګورننس نظام ښه كولو ته پاملرنه كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ دولتي چ??رو??كو ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د نېب آرډيننس كښې د بدلون پرېكړه ګرانه وه٬ د نېب ېرې څخه پرمختيائي منصوبو كښې د بېورو كرېسي كردار محدود شوې ٶ٬ نېب آرډيننس كښې د بدلون پرېكړه په ك??رو??ار كښې آسانۍ او د بېورو كرېسي د ضابطو په غلطيو د نېب لخوا د نيولو نه ساتنې لپاره شوې۔ ده ووئيل ك??رو??ار د نېب په اختيار كښې بايد شامل نه وي۔ ده ووئيل هېواد سختو حالاتو څخه تېرېږي٬ د معيشت پحقله 2019 سخت كال ٶ ځكه ??ې د قرض د پېټي له امله لوي چلېنجونه رامخې ته وٶ٬ د زرمبادلې پانګې كمې وې٬ په كرنسۍ فشار او بېعه كښې د اضافې غوندې مسئلې رامخې ته وې۔ وزيراعظم ووئيل هېواد د قرض د بوجه لاندې ٶ او د كال 2008 نه تر كال 2018 په لس كاله كښې د هېواد قرض 24 زره اربه روپو ته رسولې شوې۔ ده ووئېل د ټيکس محصولاتو څخه ترلاسه كېدونكې د هېواد آ??دن نيم په نيمه د قرض په سود وركرې كېږي ۔ ده ووئيل د دې مسئلو حل لپاره هېواد كښې د سرمايې زياتېدو ته اړتيا ده ٬ او دا په ھغه صورت ممكن كېدې شي كله چې ك??رو??اري هلې ځلې وده اومومي٬ صنعتونه وچلېږي او زرعي پېداوار زيات شي٬ دې مقصد لپاره خنډان اخوا كولو پلو پاملرنه كېږي۔ وزيراعظم ووئيل معاشي استحکام لپاره د ګورننس نظام بهترۍ ته اړتيا ده٬ په نېب آرډيننس كښې بدلون هم د دې هلو ځلو برخه ده٬ ک??رو??اري معاملو كښې د نېب لاس وهنه پكار نه ده ٬ په دې لړ كښې د نېب چېِئرمېن ته پې??ام هم لېږلې شوې ځكه ??ې مونږ له به د هېواد مسئلې حل كولو لپاره ك??رو??ار او د ګورننس په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كول وي