اسلام آباد 05 نومبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د هېواد معاشي حالات د بهترۍ پلو روان دي٬سرمايه كار په بېلا بېلو څانګو كښې خوښي څرګندوي٬د روپۍ قدر ښه كېږي٬برآمدات مخ په زياتېدو دي٬نوې پاكستان په پخوانو او رواي??ي طريقو نه شي چلېدې٬ځوانانو لپاره د روزګار موقعې راپېدا كول ??و د غربت خاتمه زمونږ مشن دے٬سي پیك به ګيم چينجر پروژه ثابته شي٬د سول ??رونټس كشالۍ ختمولو او سول ??روس فعاله كولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي٬سول ??رونټس دې د اولس خېرښېګړی لپاره محنت وكړي او د ستونزو حل دې راوباسي٬د بدلون خوب ته تعبير وركولو لپاره رواي??ي طريقې پرېښودلو سره به د اولس فلاح به مقدم ساتل وي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د وفاقي وزارتونو سېكترانو او د صوبو چيف سېكترانو سره په ملاقات كښې كړي۔په غونډه كښې د اداره جاتي اصلاحات صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن٬د اسټېلشمنټ صلاحكار شهزاد ارباب او د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اكبر هم موجود وو۔سېكترانو اداره جاتي كاركردګي ښه كولو لپاره تجويزونه وړاندې كړل۔وزيراعظم په دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل حكومت سنبهالولو سره مې تاسو سره ملاقات كړی وو چې مقصد يې د حكومت د اصلاحاتي ايجنډې او د وژن عملي كولو په لړ كښې يوه لائحه تشكيلول وو۔د ملاقاتونو دا لړۍ به روانه ساتلې شي۔وزيراع??م ووئيل د هېواد معاشي حالات د بهترۍ پلو روان دي٬سرمايه كار په بېلا بېلو څانګو كښې خوښي څرګندوي٬د روپۍ قدر ښه كېږي٬برآمدات مخ په زياتېدو دي٬نوې پاكستان په پخوانو او رواي??ي طريقو نه شي چلېدې۔ ده ووئېل ځوانانو لپاره د روزګار موقعې راپېدا كول ??و د غربت خاتمه زمونږ مشن دے ٬سي پیك به ګيم چينجر پروژه ثابته شي٬د سول ??رونټس كشالۍ ختمولو او سول ??روس فعاله كولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي٬سول ??رونټس دې د اولس خېرښېګړی لپاره محنت وكړي او د ستونزو حل دې راوباسي ۔ ده ووئېل د بدلون خوب ته تعبير وركولو لپاره رواي??ي طريقې پرېښودلاو د اولس فلاح به مقدم ساتل وي۔وزيراع??م ووئيل په پاكستان كښې د سېلګړۍ په څانګه كښې زياتې موقعې موجود دي كومې چې د هېواد په سماجي او معاشي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔د دې موقعو نه د استفادې كولو ضرورت دے۔ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت تر ټولو لويې چېلنج سټېټس كو بدلول ??ي۔وزيراعظم ووئيل د سېكترانو د ټاكنې د مودې پالېسي وضعه كړی شوې۔قابل٬عزم لرونكي او محنتي سول ??رونټس د حكومت د وژن په عملي كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔عمران خان ووئيل د يو داسې حكومت په دور كښې چرته چې حكومت په سركاري ملازمانو د فشار په نه اچولو باور لري٬په داسې وخت كښې تاسو لپاره خپل صلاحيتونه پكار راوستلو سره د قام د خذمت كولو غوره موقع موجود ده۔ده ووئيل ګورننس كښې سپيځلتيا او جدت لپاره دې ټېكنالوجي پكار راوستلې شي۔د اداره جاتي اصلاحاتو صلاحكار غونډې ته د سول ??روس اصلاحاتو په اړه بريفنګ هم وركړو۔وزيراعظم هدايت وكړو چې دې وړاندېزونو ته دې د حتمي شكل وركولو عمل زر ترسره كړی