اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) وفاقي كابينې د وړومبنۍ الېکټرك وهيکل پاليسۍ، د سي ډي اے انتظامي او پاليسۍ څانكو چارو سره د دغې د جلا كولو ٬ د بابا ګورونانك د زېږون ورځ په دستورو كښې ګډون كوونكو لپاره د دوو ورځو فيس معافۍ او د پاسپورټ شرط يو كال لپاره د ختمولو منظوري وركړې ده ٬ د مېجر جنرل محمد عامر حميد د رېنجرز پنجاب ډي جي په توګه په ځائ كولو هم منظوري وركړې ده۔ د کابينې غونډه د نهې په ورځ د وز??راعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د هېواد د معيست مجموعي جاج واخستلې شو او په غونډه كښې د كابينې د تېرو پرېكړو توثيق وكړې شو۔ د غونډې نه پس په پي آئي ډي كښې ملك امين اسلم سره په ګډ?? ميډيا ته د بريفنګ په مهال د وز??راعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وز??راعظم عمران خان ټولو وفاقي وز??رانو ته امر وكړو چې ھغوي دې په دريو مياشتو كښې د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام پائې ته رسولو لپاره سخته خواري او هڅې وكړي٬ ټول وز??ران او وفاقي سېكتران دې خپلو وزارتونو كښ?? اولسي مفادات تر نظر لاند?? اوساتي٬ وز??راعظم امر وكړو چې د هېواد د آبادۍ 60 فيصده برخس يعنې ځوانانو ته د روزګار وركولو ٬ دوي اختيار منده كولو ٬ كوچني كاروبار پېل كولو لپاره ښه اقدامات او ځوانانو ته ترجيع وركړ?? او د روزګار لپاره نوو موقع او د پاليسو جوړلو امر ئې وكړو۔ دوي ووئېل وز??راعظم به د هر وزارت د كاركردګۍ خپله جاج اخلي٬ چرته چې تاخير كېږي د ھغې به مانيټرنګ كوٶ دغسې چې په وخت پرېكړې وكړې شي۔ د كابينې غونډې نه پس وز??راعظم د وفاقې بېورو كرېسي سره خاص ملاقات هم كړې۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د كابينې په غونډه كښې معيشت سره د ټرلو ټولو چېلنجونو جاج واخستې شو او د معيشت لور سم وګرځولې شو۔ وز??راعظم كابينه د موجوده سياسي صورتحال نه هم خبر كړه٬ ده باور وركړو چې د معيشت ټولې اشارې مثبتې دي او دا به په ځائ ساتلې شي او د دې په لاره كښې به د سياسي مخالفينو خنډان د خېبرپښتونخوا غوندې پاتې نه شي چرته چې وړومبې كال سخت ٶ خو د اصلاحاتو له امله پي ټي آئي له اولس بيا اقتدار وركړو۔ خاص مرستيالې ووئيل حكومت چې كوم اصلاحات معرفي كړې په ھغې كښې سټيټس کو څخه مستفيد كېدونكي كسان خنډان جوړ دي خو وز??راعظم كابينې له يو ځل بيا باور روكړو چې مونږ د خپلې اېجنډې نه به نه په شا كېږو٬ دا د پاكستان اېجنډا ده٬ دې نظام نه ځان خلاصولو لپاره مونږ له راوړاندې كېدل دي۔ دې ووئېل دا كابينې لپاره امتحان دے چې څنګه په چېلنجونو قابو وموندلې شي٬ مونږ له چېلنجونه په موقعو بدلول دي۔ دې ووئيل ټولې اشاري معيشت د دلدل نه د راوېستلو ثبوت دے۔ خاص مرستيالې ووئېل كابينې ته وفاقي وز??ر حماد اظهر ووئيل په فسكل زيان كښې د تېر كال په مقابل كښې نيم په نيمه كمې راغلې ٬ د اوږدې مودې په شرح سود كښې دوه فيصده كمې راغلې ٬ درې كاله پس به دې كښې په زړه پورې بدلون تر نظره شي۔ ده ووئېل د حكومت د هلو ځلو له امله د روپۍ قدر كښې استحكام راغلې٬ د اولس په حكومت باور بحالېږي٬ د سټاك ماركيټ تندوالې په معيشت د باور څرګندونه ده۔ ده ووئېل په سيمنټ په کھپت كښې 16 فيصده اضافه په حكومتي پاليسو د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل ګرځينده قرض د 38 اربه نه كمېدو سره اوس لس دولس اربه ته راغلې ٬ د كال 2020 نه پس به ګرځېنده قرض ختم شي٬ په کاروبار كښې د آسانيو اعتراف نړيوال بانك هم كړې ۔ ده ووئيل د ټېكس ګوشوارو جمع كولو شمېره 25 فيصده زياته شوې ٬ سټاك مارکيټ كښې په دريو ورځو كښې 1500 پوائنټس اضافه شوې ۔ ده په خندا كښې ووئېل دهرنا سټاك ماركيټ له د ودې سوب ګرځېدلې ٬ اولس د دوي په غږ غوږ نه دې ګرولې۔ ده ووئيل تېر كال 11 اربه ډالره په قرض د سود په مد كښې حكومت وركړې ٬ کابينه د معيشت د مجموعي صورتحال نه هم خبر كړې شوې۔ خبريالانو ته ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د كابينې په غونډه كښې د 30 اكتوبر د كابينې په غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق وكړې شو٬ کابينې د وړومبنۍ نېشنل الېكټرك وهيكل پاليسۍ منظوري وركړه۔ د كرتار پور لارې په اړه دې ووئيل په ھغې كښې ځېنې بدلونونه شوي٬ وز??راعظم سېلګرۍ ته وده وركول غواړي٬ د بابا ګورو ناك د 550م زېږون ورځ په دستورو كښې ګډون لپاره راتلونكو كسانو ته دوه ورځو لپاره فيس معاف كړې شو?? او بهر نړۍ څخه راتلوونكو لپاره د پاسپورټ شرط يو كال لپاره ختم كړې شوې۔ خاص مرستيالې ووئېل د دې نه علاوه زيارت لپاره راتلونكو لپاره لس ورځې وړاندې د فهرست وركولو شرط هم ختم كړې شوې ٬ ياتريانو ته په موقع ويزې جاري كړې شوې ٬ د خارجه وزارت لخوا ووئيل شول هي??ه لرو چې كرتارپور ته د راتلونكو د هوائي اډو د لارې د راتګ به تر پنځه زره ورسېږي ۔ دې ووئيل وز??راعظم دا عزم لري چې پاكستان دې نړۍ لپاره پرانستلې شي او په ويزه پاليسي كښې نرمي د سكهانو نه علاوه بهر هېوادونو څخه راتلونكو