بھوربن۔ 21 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په ډاكټرانو زور راوړې دې چې هغوي دې رن??ور??نو سره د شفقت او خواخوږۍ معامله وكړي۔ د معالج په حېث دې د رنځونو مخنيوي او روغتيا پلو زيات پام وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ بهوربن كښې اووم نړيوال آرتھوډونټک کنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ د كنفرنس اهتمام پاکستان اېسوسی اېشن آف آرتھوډونټسټس(پی اے او) كړې وو۔ اولس مشر څوك چې د اېسوسي اېشن مؤسس صدر هم پاتې شوې دې كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو ته ووئيل مصنوعی ذهانت تشخیصی صلاحیتونو كښې اضافه كړې ده چې ورسره د معالج په توګه د ډاكټرانو د كردار اهميت زيات شوې دې۔ دې سره سره د دندان سازۍ د تعليم معيار هم زيات ښه شوې دې۔ په صحت عامه كښې د دندان سازۍ كردار رامخې ته ك??لو سره اولس مشر په ډاكټرانو زور راوړو چې هغوي خلق رنځونو څخه بچ ك??لو له اولس كښې شعور بېدار??لو له كار وكړي۔ د دندان سازۍ خپلې تجرې ياد??لو سره اولس مشر ووئيل زه د 80 لسيزې څخه آزاد ډېنټ?? كونسل جوړ??لو او اولسي شعور له كار كوم۔ ده ووئيل زه د ډېنټل کالج جوړ??لو لائسنس ترلاسه كوؤنكې اولنې وګړې ووم۔ ده په ټ??لو ګرېجوېټس زور راوړو چې دوئي بايد خپلو زده كړو او پېشې ته زياته پام لرنه وكړي دغسې چې د نوې چېلنجونو مقابله وكړې شي۔ د پی اے او صدر اولس مشر ته شی??ډ وړاندې كړو۔ دې څخه وروستو اولس مشر د ملكي او غېر ملكي مندوبينو ترمينځھ ايوارډز ووېشل۔