اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) وز??را??ظم عمران خان هېواد كښې د پوليو كېسونو په اوسني زياتوالي د تشويش څرګندونه كولو سره د وفاقي او صوبائي حكومتونو اړوند چارواكو ته امر كړې دې چې ددې مخنيوي لپاره دې احساس پوليو پارټنر شپ كښې تندوالي سره ??ار وكړې شي۔ دغسې چې پوليو سره ??ه اړوند مهمو پروګرامونو همكارۍ سره عملدرآمد وكړې شي۔ وز??را??طم د شورو په ورځ خېبرپښتونخوا او د هېواد په نورو برخو كښې د پوليو په اړه د پېښو جاج اخستو لپاره د لوړې كچې غونډه مشري كوله۔ په غونډه كښې د خېبر پښتونخوا اعلٰی وزير محمود خان، د بلوچستان وز??را??لی جام کمال خان، د وز??را??ظم د صحت خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا، د وز??را??ظم د پوليو مخنيوي لپاره ??وكل پرسن بابر بن عطاء ٬ انجينئر انچيف آف پاکستان آرمي لېفټيننټ جنرال ??عظم اعجاز، د كاناډا هائي كمشنر وېنډي ګيلمور، د صحت وفاقي سېكتر ٬ د پنجاب، خېبر پښتونخوا، سندھ او بلوچستان چيف سېكترانو ٬ د يونيسف، ډبليو اېچ او، د بل اېنډ ملنډا ګېټس فاٶنډېشن نمائندګانو او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ د وز??را??ظم د پوليو مخنيوي فوكل پرسن غونډه د اوسنيو پېښو او ددې په تناظر كښې د پورته كړې شوې ګامونو نه علاوه د پوليو مخنيوي لپاره د سباٶن لائحې په اړه هم بريفنګ وركړٶ۔ ده نړيوال مانټيرنګ بورډ د كال 18-2017 لپاره د راپور په اړه هم ووئيل چې پكښې ئې د ھغه وخت حكمت عملۍ كښې موجود خامۍ رامخې ته كړې چې په نتيجه كښې ئې د هېواد په ځينو برخو په خاص توګه بنو ډويژن كښې د پوليو كېسونه رامخې ته شوي۔ بابر بن عطاء غونډه د نوې لائحې په اړه هم خبر كړه كومه چې په څلورو نوې ستنو آډانه ده٬ په دې كښې شفټ فرام پش ټول پل٬ په رنځ كنټرول سره د دې خاتمه٬ په اعلٰې كچه اونر شپ او په اپرېشنل كچه بشپړه احتساب باوري كول شامل دي۔ ده د واكسين په ضد د ډنډورو مخنيوي لپاره د سوشل ميډيا پلېټ فارمز پكار راوستلو ٬ په اولس كښې شعور بېدارولو لپاره د مركزي چوكاټ ميډيا شاملولو ٬ 24 ساعته د كال سنټر جوړولو او شعور او تشهير لپاره اقدامات هم رامخې ته كړل۔ د خېبر پښتونخوا او بلوچستان اعلٰې وزيرانو او د پنجاب او سندھ چيف سېكترانو غونډه په اړوند صوبو كښې د پوليو مخنيوي لپاره د شويو اقداماتو نه خبر كړه۔ په دې موقع وز??را??ظم عمران خان ووئيل د پوليو خاتمه د اوسني حكومت وړومبۍ ترجيح ده ځكه چې دې سره د سباٶن نسل ځپلې كېږي٬ هېواد كښې د پوليو په اوسنيو كېسونو كښې په اضافه د تشويش څرګندونه كولو سره ??ز??را??ظم د وفاق او صوبائي حكومتونو اړوند چارواكو ته امرو كړو چې د دې مخنيوي لپاره دې بشپړه خبرتيا باوري كړې شي او څاڅكو وركولو له دې كمپائنونه وچولولې شي۔ وز??را??ظم احساس پوليو پارټنر شپ كښې تندوالي سره د كار كولو په حاجت زور راوړو دغسې چې په دواړو مهمو پروګرامونو همكارۍ سره عملدرآمد وكړې شي۔ په دې موقع د پاك آرمي نمائنده د پوليو ډلو ته د هېواد په لرې پرتو سيمو كښې ماشومانو ته د رسنې په هڅو كښې د بشپړه مرستې باور وركړٶ۔ په دې موقع نړيوالو شراكتدارو او ډونرز هم د پوليو مخنيوي په كمپائن كښې د پاكستان د حكومت مرستې روانې ساتلو باور وركړو۔ د بل اېنډ مالنډا ګېټس فاٶنډېشن دوهم ډائريکټر ډاکټر ټم پيټرسن د بل ګيټس لخوا وز??را??ظم ته د پوليو مخنيوي په اړه هلو ځلو په لړ كښې د ستائنې چيټۍ هم وړاندې كړه(ګ ل