اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د ??ذه??ي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي چې مونږ به پوره هڅه كوو چې سږ كال حاجيانو ته غوره ??سانيې وركړې شي٬ د سختې ګرمې له امله به حاجيان ستونزو سره مخ كېږي٬ مرستيالان دې خوش اخلاقې سره ?? حاجيانو خدمت وكړي۔ د اتوار په ??رځ د اسلام آباد په حاجي كېمپ كښې د حج مرستيالانو د تربيې وركشاپ ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل چې سره ?? دې چې زمونږ معيشت كمزورې دے٬ پاكستان په حج ادا كولو كښې په دوهم او د عمرې په ادا كولو كښې په وړومبي نمبر دے۔ ده ووئيل چې ستونزې رامېنځ ته كېږي٬ مونږ ته به په الله تعالٰي باور ساتل وي او د صبر او تحمل نه به كار اخستل وي۔ ده ووئيل چې مرستيالان دې د خدمت د جذبې له مخې سعودي ته لاړ شي او هلته دې په روڼ تندي د حاجيانو خدمت وكړي۔ ده ووئيل چې دا د سعادت خبره ??ه ??ې الله پاك تاسو د حاجيانو خدمت لپاره منتخب كړئ٬ تاسو د حرمېن شريفېن د ادب او احترام تقاضا ساتلو سره ??دمت د عبادت په توګه وكړئ۔