اسلام آباد 02 مئي(اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په سياست كښې اصل څيز نظريه ده٬زمونږ نظريه عدل٬انصاف او ?? قانون پھ سرلوړۍ اډانه ټولنه جوړول دي او مونږ د دې نظريې تر مخه مخ په ??ه وړاندې ځوو۔هغه د زيارت په ??رځ مومندو كښې د مومند بند د بنياد تيګه اېښودلو دستورې ته خطاب كولو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل كرسۍ بچ كوونكې او ?? خپلو ګټې لپاره هلې ځلې كوونكې انسان ليډر نه وي٬ليډر هغه وي كوم چې د اولس خېرښېګړی نظريې له مخې د هېواد او قام اجتماعي خېرښېګړی لپاره كار كوي٬ ده ووئېل چې كومو پخوانو حكمرانانو هېواد لوټلې هغه د خپلو غلاګانو پټولو لپاره شور كوي چې جمهوريت او هېواد په خطره كښې دے٬وزيراعظم عمران خان ووئيل نه به چا له اېن آر او وركړې شي او نه به غلا كوونكو ته رېليف ترلاسه شي۔ ده ووئېل زمونږ مقصد د هېواد څخه كرپشن او ??بقاتي نظام ختمول دي او ?? دې مقصد لپاره هلې ځلې روانې دي۔ده ووئيل په ??روستيو كښې د پاكستان ځينې خاص سيمې رامخې ته كړې شوي او ??ياتره سيمې وروستو پاتې شوي٬د لاهور پرمختګ لپاره سړي سر 70 زره روپۍ خرڅ كېدې خو په راجن پور كښې سړي سر 2500 روپۍ خرڅ كړی شوي۔ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت د هېواد پسمانده سيمو ته په ??و برابر بنيادونو پرمختګ وركول غواړي۔ده ووئيل زمونږ پالېسي دا ده چې د كومې سيمې د پروژې څخه د ټول هېواد خېرښېګړی مقصد ترلاسه كېږي د دغې سيمې پرمختګ ته هم خاص پام وكړئ هسې نه چې داسې اوشي څنګه چې سوئي كښې شوي چې د سوئي څخه ګاز ټول هېواد ته ګټھ رسي خو سوئي سيمه پخپله پسمانده پاتې ده۔وزيراعظم ووئيل د مسلمانانو په تاريخ كښې د فلاحي رياست ښه ماډل د مدينې د رياست دے چا چې د غريبانانو او كنډو ذمه وارۍ پورته كړی او لاندې طبقه ئې را پورته كړې ۔ده ووئيل د 60 په ??سيزه كښې په ??وله منطقه كښې پاكستان په تندۍ سره پرمختګ كولو٬دلته د منګله او ??ربېلا غوندې پروژې جوړ شوې وې خو نن پاكستان تر ټولو وروستو دے ځكه چې دې هېواد ته رېښتونې قيادت نه دې ترلاسه شوې۔ده مثال وركړو چې چين په 30 كلونو كښې 70 كروړه خلق د غربت څخه ويستلې او ??ې پناه پرمختګ ئې كړی چې سوب ئې د هغوي د مشرتابه د هېواد لپاره فكر كدے او ??غه وجه ده چې د چين مشرتابه د 20 كلونو منصوبه لري۔ده ووئيل د كوم هم هېواد پرمختګ لپاره امن ضروري وي٬د پاكستان پوځ او ??ولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ترهه ګرو ته ماتې وركولو سره په ??ېواد كښې امن بحال كړی كومې لپاره چې هغوي د پیرزوئنو حقدار دي۔ده ووئيل پاكستان كښې اوس د بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره ماحول سازګار دې٬ او ??هرني سرمايه كار پاكستان ته راځي۔وزيراعظم ووئيل مومند بند ممكنولو لپاره د اعلٰی عدليې په خاص توګه د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار د كردار معترف يم اګر چې دا كار د عدليې د كولو نه وو خو اړوندو ادارو خپل فرائض په ښه ډول نه ترسره كول ځكه دا كار عدليه له كول وو۔ده ووئيل په ??ېواد كښې د اوبو سخت بحران دے د كومو لپاره چې په بېړنو بنيادونو كار كولو ته ضرورت دے۔ده ووئيل د مومند بند رغونې په اړه هم په بېړنو بنيادونو به كار كولې شي او ??ديد ترينه ټېكنالوجي به كارولې شي۔عمران خان ووئيل كله چې موڼږ د غريبانو لپاره د 50 لكه كورونو پروژه جوړولهنوا د ډېر وخت اخستونكې پروژه ښكارېده خو د چين يوې كمپنۍ خپل خذمات وړاندې كړل او وړاندېز يې وكړو چې هغه جديده ټېكنالوجي كارولو څخه چې پكښې د يوې ودانۍ يو منزل په ??وه اونۍ كښې جوړولې شي٬ ده ووئېل ٬دغه ډول ټېكنالوجي د مومند بند په رغونه كښې هم كارول پكار ده ۔ده ووئيل زه قبائېلي سيمې د ډېر نزدې نه پیژنم او ?? دې ځاې د مسئلو څخه خبر يم۔ده ووئيل قبائېلي اولس د هېواد حفاظت لپاره د وړومبني صف كردار ترسره كړې او ?? ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېرو ستونزو سره مخ شوي٬ ده ووئېل كډه ئې كړې كوم چې تر ټولو زيات تكليف وركونكے كار دے ۔ده ووئيل فاټا په خې??رپ??تونخوا كښې د انضمام نه وروستو د يو سازش له مخې د بهرني فنډنګ د لارې قبائېل د پاكستان څخه متنفر كولو له هڅه روانه ده كومه به چې قبائېل٬حكومت او ګرد پاكستان په ګډه ناكامه كوي۔ده ووئيل د قبائېلي اولس د محرومۍ احساس ختمول وړومبنې ترجيح ده او ??ې مقصد لپاره ټولو صوبو په اېن اېف سي ايوارډ كښې دې سيمې لپاره 3 فيصده خاص برخه بېله كړې ٬دغسې چې دلته هر كال 100 اربه روپۍ خرڅ كړې شي او ?? تعليم او ??وغتيا پشمول ټولو څانګو ته پرمختګ وركړې شي۔ وزيراعظم ووئېل هغه د خې??رپ??تونخوا وزيراعلٰی ته په ??ومندو كښې د تهري جي او فور جي سروس پشمول نورو مسئلو حل كولو له سپارښتنه كړی ده