لاهور 29 مارچ (اے پي پي) د خزانې وزير وفاقې وزيراسد عمر وئيلي دي مونږ هڅه كوٶ چې د انهم اېن اېف سي ??ېو??رډ عمل سږ كال د دسمبر تر پائې بشپړ كړې شي ٬ په راتلونكي وفاقي او صوبائي بجټ كښې به د وفاق او صوبو ترمېنځه د ټېكس پحقله ربط كښې بهتري راوستلې شي ٬ وفاق او ټولې صوبې سلا شوې چې په اېن اېف سي ??ېو??رډ كښې په مجموع?? توګه بهتري راوستل دي او د يو بل حق منل دي۔ د جمعې په ورځ سول سېكټرېټ لاهور كښې د انم اېن اېف سي ??ېو??رډ په لړ كښې د غوندې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې د خزانې وزير ??سد عمر ووئيل په غونډه كښې د تېرې غونډې جوړ كړې شوې د 6 وركنګ ډلو لخوا د شوي كار د پېشرفت جاج وا??ستې شو ځكه چې د اېن اېف سي په تېره غونډه كښې صوبو او وفاق ته په دې لړ كښې د كوآرډينېشن ذمه وا??ۍ وركړې شوې وې۔ ??سد عمر ووئيل دا خبره خوشيبنه ده چې د اېن اېف سي ??ېو??رډ په جوړو كړو 6 وركنګ ډلو كښې يوه د وفاق ٬ پنجاب او د خېبر پښتونخوا سره د بلوچستان دوه ډلې هم مشاورت كوي ٬ وفاقې وزير ووئېل په غونډه كښې د وفاق او صوبو د پوښتنو رائيو ٬ تجويزونو او په سفارشاتو غور او راتلونكې لائحه جوړه كړې شوې او غونډه كښې په دې خبره سلا راغلې چې اېن اېف سي ??ېو??رډ كښې په مجموع?? توګه بهتري راوستل دي او د يو بل حق منل دي۔ وفاقي وزير هيله څرګنده كړه چې د انم اېن اېف سي ??ېو??رډ حتمي نيټه خو نشي ټاكلې كېدې خو هڅه كوٶ چې سږ كال د دسمبر تر پائې د اېن اېف سي ??ېو??رډ پراسېس بشپړ كړې شي٬ ده ووئېل خو دوه معاملې داسې دي چې اصولي دريځ ترسره كولو ته اړتيا لري ٬ چې پكښې د فاټا په خېبر پښتونخوا كښې د انضمام نه پس ځائي معاملاتو كښې بهتري راوستل دي ٬ ده ووئېل د ټول قام دا عزم دے چې د فاټا په پرِمختيائي كارونو كښې دې تندوالې راوستلې شي۔ ??سد عمر ووئيل په تېرو څو كالونو كښې د اېن اېف سي ??ېو??رډ نه پس وفاق او د صوبو ترمېنځه د ټېكس پحقله ربط كمزورې شوې خو اوس مونږ غواړو چې په راتلونكو كښې به د وفاق او صوبو بحټ كښې پېشرفت او بهتري راوستلې شي۔ د اېن اېف سي د سندھ غړي ??سد سعيد ووئيل غونډه كښې په دې خبره اصولي موقف خپل كړې شوې چې د يوې صوبې زيان اونه شي يا يوې صوبې ته زياته ګټه اونه رسي٬ ده هيله څرګنده كره چې بيا لپاره به هم د اېن اېف سي پحقله غونډه په كوآپرېټو ماحول كښې روانه ساتلې شي٬ د بلوچستان د اېن اېف سي غړي محفوظ علی خان ووئيل بلوچستان كښې د ترهګرۍ پشمول د امنيت صورتحال په سوب خرڅونه څو چنده زيات شوې ۔ ده ووئيل بلوچستان د نورو صوبو سره سمولو لپاره هم مېكنزم جوړولو ته اړتيا ده۔ د خیبرپښتونخوا د خزانې وزير تېمور خان جهګړا ووئيل د ټولو صوبو د رائيو له مخې به اېن اېف سي ??ېو??رډ كښې بهترۍ لپاره هڅې كولې شي۔ده ووئيل د فاټا پرمختګ كښې به ټول هېواد برخه اچوي٬ د پنجاب د خزانې وزير هاشم جواں بخت ووئيل د نوي اېن اېف سي ??ېو??رډ په لړ كښې پراسېس ډېر په ښه ماحول كښې روان دے ٬ په غونډه كښې د ټولو صوبو لخوا د وفاق مفاد له سوچ وكړې شو او په دې خبر سلا راغله چې انهم اېن اېف سي ??ېو??رډ څخه به وفاق او ټولو صوبو ته ګټه ترلاسه شي۔ ده ووئيل د پاكستان په پرمختګ او سوكالۍ كښې د ټولو صوبو كردار يو ډول اهميت لري او د فېډرېشن مضبوطيا د صوبو د استحكام ضامن ده ٬ په قامي مالياتي كمېسون كښې د ټولو غړو رائيو ته يو ډول اهميت ترلاسه دے