اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي) وفاقي كا??ين?? نيوزي لينډ كښې د ترهه ګرۍ په پېښه د غم دړد څرګندونې سره د بېلو مذهبونو ٬ عقيدو او كلتورونو څخه تعلق لرونكو ترمينځه د مكالمې په ضرورت زور راوړې ٬كا??ين?? د خوراكي تېلو مصرف كمولو په حقله اولس كښې د شعور رابېدارولو پريكړه كړې ده ٬په راروانو پنځو كلونو كښې هېواد كښې د كركيلې پرمختګ له به 290 ارب رو??ۍ خرڅ كولې شي٬د زياتو بېلونو په لړ كښې به مصرف كوونكو ته دوه نيم اربه رو??ۍ بېرته وركولې شي٬د ريګوليټري٬كارپورېټ ادارو او د بېلو وزارتونو څخه د اړوندو څانګو د مشرانو غوره كول به اوس يو ډول طريقه كار لري د كومې لپاره چې كمېټي جوړه كړې شوه٬كا??ين?? د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجۍ بورډ خپلواكه كولو او د متروكه وقف املاك بورډ لپاره د ټاسك فورس جوړولو هم منظوري هم وركړې۔د نهې پھ ورځ د وفاقي كا??ين?? د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د غونډې نه پس خبريالانو ته بريفنګ كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د غونډې په پېل كښې د نيوزي لينډ د ترهه ګرۍ پھ پېښه كښې شهيدانو لپاره فاتحه خواني وشوه۔وزيراعظم او كا??ين?? پھ دې پیښه د غم دړد څرګندونه كړی دغسې په غونډه كښې ووئيل شول د بېلو مذهبونو ٬عقيدو او كلتورونو څخه تعلق لرونكو كسانو ترمينځه مكالمه د وخت ضرورت دے٬په لوېديز ګښې په منظم ډول د اسلام فوبيا په حقله كركه خپرولې شي د كومې نتيجه چې د ترهه ګرۍ د پېښو په صورت رامخې ته كېږي٬وفاقي كابينه د دې غندنه كوي او د ټولو مذهبونو او عقيدو ګټه په دې كښې ده چې د يو بل نكته نظر واوري ځكه چې په كركه او تشدد به نړۍ غېر محفوظه شي۔ده ووئيل د مارچ په 23مه نېټھ د ??اك??تان ورځې په موقع به د ملائېشيا وزيراعظم ډاكټر مهاتير محمد د ??اك??تان دوره كوي ٬ ده ووئېل د كله نه د ??اك??تان تحريك انصاف حكومت راغلې او د هغې ورځې نه تراوسه نړيوال لارښود ??اك??تان ته راځي۔په تېرو څو مياشتو كښې د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان٬د قطر او يو اے اي اعلٰی چارواكو د ??اك??تان دوره كړې۔ده ووئيل ډاكټر مهاتير محمد نړيوال مدبر دے او د هغه ??اك??تان ته راتګ يو درناوے دے۔ده ووئيل وفاقي كا??ين?? د ??اك??تان او ملائېشيا ترمينځه په سفارتي پاسپورټ د فري ويزې منظوري وركړی ۔ده ووئيل د كا??ين?? غونډې ته جهانګير ترين د كركيلې بهترۍ په اړه بريفنګ وركړو۔غونډې ته وئېلې شوي په تېرو اتو كلونو كښې د كركيلې آمدن 10 فيصده كم شوې دغسې برآمدي بل په 15 كلونو كښې د 1.5 ملين ډالر نه تر 4 اربه ډالرو رسېدلې چې پكښې د خوراك د تېلو درآمدي بل 2 اربه ډالره دے۔ د كا??ين?? غونډه كښې پريكړه وشوه چې د خوراك او پخلي لپاره د تېلو كارول كمولو په حقله به اولس كښې شعور رابېدارولې شي او په راروانو پنځو كلونو كښې به د زراعت په پرمختګ 290 ارب رو??ۍ خرڅ كولې شي۔ده ووئيل كا??ين?? پريكړه كړې چې د كركيلې ودې له به اقدامات كولې شي چې پكښې د اوبو په ښوه ډول كارول او د ايكړ په سر پېداوار زياتول٬د خوراكې تېلو تخم په خپل هېواد كښې د پېدا كولو سره د لائيو سټاك وده او فشريز پرمختګ له بېل ګامونه شامل دي۔ده ووئيل د لائيو سټاك څانګه اهميت لري٬دا وخت په نړۍ كښې د حلالو څيزونو حجم يو ټرېلين ډالره ته رسېدلې او د لائيو سټاك پرمختګ سره ??اك??تان د نړيوال حلال ماركيټ نه په زړه پورې استفاده كولې شي۔ده ووئيل په غونډه كښې د قدرتي ګاز مصرف كوونكو ته د زياتو بلونو لېږلو هم جاج واخستلې شو٬غونډې ته ووئيل شوو 32 لكه خلقو ته زيات بلونه لېږلې شوي ۔د دې پلټنې روانې دي٬ وفاقې وزير ووئېل مونږ ته اوس معلومه شوه چې دا اوس نه د 2016 -17 نه دا لړۍ روانه وه او د دې لا تفصيلات رامخې ته كېږي چې اولس به ترې خبرولې شي۔وفاقي وزير ووئيل لاس لرونكو خلقو د لويو لويو كمپنو بلونه عام مصرف كوونكو ته منتقل كول۔كا??ين?? پريكړه كړې چې د زياتو بلونو په مد كښې به مصرف كوونكو ته 2 نيم ارب رو??ۍ بېرته وركولې شي دغسې وفاقي كا??ين?? د بېلو ادارو او څانګو د مشرانو غوره كولو طريقه كار هم د يو ډول كولو منظوري وركړې ده ۔ ده ووئېل اوس به د ريګوليټري كارپورېټ ادارو او د بېلونو وزارتونو د څانګو مشران په يو ډول بنيادونو غوره كولې شي چې ورله يوه باډي جوړه كړی شوې۔د اړوندې ادارې وزير به د كمېټۍ چيئرمېن او سېكټري به غړې وي٬دا كمېټي به نومونه شارټ لسټ كوي۔د اطلاعات وزير ووئيل وفاقي كا??ين?? د كفايت شعارۍ په كمپائن هم خبرې كړی ۔وزيراعظم ټولو اړوندو ادارو او چارواكو ته امر كړی چې دا وخت هېواد د معاشي ستونزو سره مخ دې او د دې خبرې ادراك دې ټول ولري او وزيران ٬ څانګې او چارواكي دې په كفايت شعارۍ په سختۍ سره عمل وكړي۔ دغسې وزيرانو ته د خرڅونو كمولو هم وئېلې شوي ۔ده ووئيل پھ غونډه كښې عبدالرحمان وړائچ د ډېټ پالېسۍ كوآرډينېشن دفتر مشر غوره كړې شوې۔كا??ين?? د ??اك??تان او افغانستان ترمينځه د زلمو او كلتور په څانګو كښې د مفاهم د يو دستاويز هم منظوري وركړې دغسې په غونډه كښې د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجۍ د بورډ د خپلواكه كولو هم منظوري وركړې شوې۔ده ووئيل دا ګامونه د حكومت ډيجيټل جوړولو لپاره د هڅو لړۍ ده۔حكومت نظام ډيجيټل كولو له تګلاره جوړه كړی٬ ده ووئېل وړاندې نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجي بورډ د آئي ټي وزارت اداره وه اوس دا خپلواكه كړې شوې او د كار دائره يې پراخه كړې شوې۔ فواد چوهدري ووئېل اوس به اولس مشر د بورډ پيټرن او وزير چيئرمېن وي۔ده ووئيل كا??ين?? د پېنډۍ احتساب عدالت نمبر 2 اسلام آباد ته منتقل كړی او اوس به دا د اسلام آباد درېم د احتساب عدالت وي۔دا يوه انتظاميې پالېسي او پريكړه ده كومه چې د سياست سره هېڅ تعلق نه لري۔ده ووئيل كا??ين?? د بېلو وزارتونو او څانګو داسې زمكې كومې چې د كارولو جوګه نه دي د كارولو جوګه كولو لپاره د چارو هم جاج واخست۔وزيراعظم د وړاندې نه وزارتونو ته د فهرستونو مرتب كولو وئېلي وو۔وزيراعظم حماد اظهر٬ذوالفقار بخاري٬علي زيدي او امين ګنډا پور ته د زمكو خرڅولو يا د ګټورو مقاصدو لپاره د كارولو عمل د تندولو سپارښتنه كړې ۔ده ووئيل نن وزيراعظم ته په يوه بله غونډه كښې د كرتار پور راهدارۍ په حقله بريفنګ وركړی شو٬ نجوت سنګھ سندهو يو خط رالېږلې و چې سكھ ورورولي غواړي چې بابا ګور نانك په كومه زمكه كركيله كړې وه او هلته يې قدمونه اېښودې وو په هغه ځاې ودانۍ مه جوړوئ٬حكومت پريكړه كړې چې په دغه زمكه به وداني نه كېږي۔ده ووئيل كرتارپور 1500 ايكړه زمكه لري چې پكښې به 6.8 كلوميټره سړك جوړېږي دغسې د پشكال نه وړاندې به پل جوړول بشپړ كړی شي۔ده ووئيل د راهدارۍ ترمخه ??اك??تان 500 ياتريانو له د ياترا وړاندېز وركړی ؤ ٬ه??د د 5 زره ياتريانو خبره كړی وه او په دې حقله به د دواړو هېوادونو ترمينځه د خبرو اترو بل پړاؤ كېږي چې پكښې به د تفصيلاتو پريكړه كولې شي