اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان سي ډي اے ته په لسو ورځو كښې اسلام آباد كښې د څو منزلونو ودانيو لوړوالي په اړه د پاليسۍ جاج اخستو او د ودانيو ډيزائن د منظورۍ عمل آسانولو له په يوه اوونۍ كښې د لائحه عمل وړاندې كولو امر كولو سره وئيلي دي اسلام آباد كښې د زياتېدونكې آبادۍ له مخې ګرين ايرياز محفوظولو ٬ معاشي او د استوګنې حاجتونه ترسره كولو ٬ بهر هېواد كښې پاكستانيانو ته په خاص توګه رئيل ??سټېټ كښې د كاروبار كولو موقعي وركولو لپاره په ضروري قواعدو او ضابطو كښې ضروري بدلون كولو سره كثيرالمنزله ودانۍ جوړولو لپاره دې آسانۍ و??كړ?? شي ?? وزيراعظم دا خبرې د نهې په ورځ اسلام آباد كښې د ګڼ منزله ودانيو جوړولو اجازې په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال علي نواز اعوان، نعیم الحق، د هوابازۍ سېكتر شاہ رخ نصرت، د سي ډي اے چ??ئر??ېن عامر احمد علی او نورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته اسلام آباد كښې د کثیر المنزله ودانيو جوړولو په اړه په موجوده ضابطو او قوانينو تفصيلي بريفنګ و??كړ?? شو۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل ??سلام آباد كښې د زياتېدونكې آبادۍ له مخې ګرين ايرياز محفوظولو ٬ معاشي او د استوګنې حاجتونه ترسره كولو ٬ بهر هېواد كښې پاكستانيانو ته په خاص توګه رئيل ??سټېټ كښې د كاروبار كولو موقعي وركولو لپاره په ضروري قواعدو او ضابطو كښې ضروري بدلون كولو سره كثيرالمنزله ودانۍ جوړولو له دې آسانۍ و??كړ?? شي۔ غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې د ايوي اېشن ډويژن او سي ډي اے ته په راتلونكو لسو ورحو كښې ھغه سيمې په ګوته كړئ چرته چې د هوابازۍ له مخې به کثیر المنزله ودانۍ نشي جوړېدې ٬ هڅه دې وكړې شي چې د دې سيمو شمېره کمه وي۔ سي ډي اے به اسلام آباد كښې د موجوده ودانيو په ګڼ منزله د??انيو بدلولو لپاره قواعد او ضوابط مرتب كوي?? وزیراعظم امر وكړو سي ډي اے دې د ودانيو ډيزائن د منظورۍ عمل آسانول او تندولو لپاره په يوه اوونۍ كښې لائحه وړاندې كړي او په ھغې كښې دې دا خبره باوري كړې شي چې آټومېشن (د خودكارۍ نظام) او لږ نه لږ انساني عمل دخل دې وي?? وزيراعظم امر وكړو سي ډي اے دې په راتلونكو لسو ورځو كښې د ودانيو لوړوالي پحقله د پاليسۍ جاج واخلي?? وزیراعظم دا هم امر وكړو چې د كچه آبادۍ په ځايونو د کثیر المنزله ودانيو جوړوول په اړه دې هم د سباٶن لائحه مرتب كړۍ شي