اسلام آباد 02 فرروي (اے پي پي﴾ د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې د تېرو حكومتونو د بدانتظامې او مالې بې ضابطګو له امله د ګاز د كمپنو د اضافي بلونو بوج اولس زغملې ٬ په دې م??نږ ډېر خفه يو٬ ??ولس ته په سمدستي توګه ريليف وركولو لپاره م??نږ د ګاز بلونه په اسانو قسطونو كولو او كنكشن نه قطع كولو هدايات جاري كړي دي٬ د ساړه راتلونكي موسم نه وړاندې به د تېل او ګاز په لټون كښې پرمختګ سره اولس ريليف ترلاسه كړي۔ د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل چې له بده مرغه په سياست كښې رښتيا ډېر كم وئيل كېږي خو م??نږ پرېكړه كړې چې رښتيا وئيل دي او حقائق اولس ته وړاندې كول دي۔ ده ووئيل چې د تېر وخت حكومت وائي چې م??نږ په پنځو كلونو كښې د ګاز ??ېع?? نه دي زياتې كړې خو دوي اولس ته دا نه دي وئيلي چې م??نږ ګران ګاز اخستلو سره په كمه بېعه وركوو چې له امله ئې سوئي سدرن او سوئي ناردرن دواړه كمپنې خساره سرې مخ شوې وې۔ وفاقي وزير ووئيل چې م??نږ كله اقتدار ته راغلو نو دواړه كمپنې د 142 اربه روپو په خساره كښې وې۔ كه م??نږ ??ېع?? نه وې زياتې كړې نو خساره به 154 ارب روپې ته رسېدلې وه۔ غلام سرور خان ووئيل چې د ګاز ??ېع?? زياتولو نه علاوه م??نږ كومه بله چاره نه لرله۔ ده ووئيل چې د يو اېف جي په مد كښې په هر يو فيصد دوه اربه روپې خساره كمپنو برداشت كوله٬ هر كال د 487 اربه روپو ګاز اخستل كېدو سره په 33 اربه روپې خرڅول كېدو او 142 اربه روپې دواړو كمپنو ته زغمل وو او د 50 اربه د ګاز غلا او بدانتظامي د دې نه علاوه وه۔ ده ووئيل چې د ساړه له امله د طلب زياتېدو له امله د كم سلېب خلق لوي سلېب ته لاړل او اضافي بوج په اولس راغلو۔ ده ووئيل چې په هر يو بل د تېر يو كال د بلونو موازنه موجود وي او د سلېب توازن هم موجود دے٬ دې سره صارف ته اندازه كېدے شي چې هڅه د كوم سلېب ګاز كاروي۔ ده ووئيل د ځينې خلقو بلونه د برداشت نه بهر راغلي دي او خلق احتجاج كوي خو سره د دې هم د اېل پي جي په مقابله كښې د سوئي ګېس بېعه ډېره كمه ده۔ ده ووئيل چې په كال 2018م كښې د 55 اربه روپو ګاز نورو كليوالو سيمو ته وركړے شوے كوم چې پري پول رېګنګ و٬ ?? كوم په بنياد چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ د پنجاب د 20 نه تر 30 چوكې ګټلې دي خو د نورو صوبو كوم خيال نه دې ساتل شوے۔ نن نورې صوبې هم وائي چې پنجاب ته زم??نږ د برخې ګاز وركول كېږي۔ ده ووئيل چې د ساړه د راتلونكي موسم نه وړاندې به په سسټم كښې نوې ګاز شامل شي كوم لپاره چې د ګاز په لټون په تندې سره كار روان دے۔ د 10 بلاكونو بډنګ شوے او په دې ډېر زر د پرمختګ امكان دے۔ ده ووئيل چې آف شور ډرلنګ د جنورې د 13مې نېټې نه روان دے او هيله ده چې د مارچ په اخر كښې به ښه خبر راشي۔ وفاقي وزير سره د و??ير??عظم د مېډيا خاص مرستيا افتخار دراني هم موجود و۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د كوم هم خبر تصديق لپاره وزارتونه او د دوي پي آر او موجود وي٬ د غلط ??بر چلولو نه ښه ده چې تصديق وكړې شي۔