اسلام آباد 30 جنوری(اے پ?? پی) د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئېلي دي چې د توان په څانګه كښې به د پاكستان او آذربائيجان شريكه وركنګ ډله جوړولې شي٬آذربائيجان پاكستان كښې د اېل اېن جي په ??ېكټر كښې د سرمايه كارۍ خوښي لري۔ د شورو په ورځ د آذربائيجان سفير چنګيز كروبي د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات پھ م??ال د دواړو هېوادونو د شريكې خوښې په چارو غور وشو۔ د آذربائيجان سفير په ??ې موقع وفاقي وزير په پاكستان كښې د آذربائيجان سټېټ آئل كمپني په پاكستان كښې د اېل اېن جي په ??ېكټر كښې سرمايه كارۍ كښې د خوښي لرلو څخه هم خبر كړو۔ دا خبره دې ياده وي چې فروري 2017 كښې په ??واړو هېوادونو كښې د دوه اړخيزه حكومتي لوظ نامې ترمخه د تېل او ګاز څخه جوړېدونكو مصنوعاتو پشمول په نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ ته سلا راغلې وه دغسې په ??وانه مياشت كښې د آذربائجان خارجه وزير د پاكستان متوقع دورې په مهال په ??جارتي لوظ نامو د لاس ليك امكان دے۔ وفاقي وزير د آذربائيجان سفير له باور وركړو چې د پیټروليم ډو??ژن ياده شوې لوظ نامه د ??اب??نې او آئي سي سي څخه د منظورولو لپاره به بشپړه هڅې كولې شي۔ په ??ې موقع د آذربائيجان سفير د پېټروليم وفاقي وزير له په 29 مئي 2019 كيسپين آئل اينډ ګيس كنفرنس كښې د شموليت بلنه وركړې وه كومه چې هغه قبوله كړې