اسلام آباد 04 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد د ناله ??ئي ايكسپرېس وے اينډ فلډ چينل پراجېكټ فوكل پرسن ټاكلې۔د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي نوټيفيكېشن له مخې د رېلوے وفاقي وزير په نګرانۍ كښې به فزېبلټي تيارولې شي او د عمل جوګه كېدو په صورت كښې به د منصوبه بندۍ وزارت او د پنجاب حكومت پشمول د اړوند ډلو په مشوره په دې كار كولې شي۔د يادونې وړ ده ??ې ناله ??ئي ايكسپرېس وے پروژه په 2007 كښې پېل كړې شوې وه او بيا وروستو حكومتونو ودرولې وه۔د دې ابتدائي لګښت اتلس اربه روپۍ و چې له مخې يې د ناله ??ئي په دواړو غاړو سګنل فري سړكونه جوړول و۔??ې سره به د پېنډۍ او ا??لام آباد ترمينځه د ټرافېك ستونزې په حل كښې مرسته وشي۔د ناله ??ئي له امله په پینډۍ كښې د راتلونكي سېلاب مخ نيوې به وشي۔