اسلام آباد 11 نومبر(اے پ?? پي) د پنجاب د اطلاعاتو وزير فياض الحسن چوهان وئيلي دي چې مېرمنې بااختياره كول د پاكستان تحريك انصاف د حكومت وړومبې ترجيح ده۔ اے پ?? پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د هېواد پرمختګ لپاره په ټولو څانګو كښې د مېرمنو شركت او د دوي اقتصادي شراكتداري ډېره ضروري ده۔ ده ووئيل چې نيمه آبادي د مېرمنو ده٬ ه??واد د دوي د شركت نه بغېر پرمختګ نه شي كولې۔ ده ووئيل چې سړي او ښځې د وسيلو د برابر وېش حق لري۔ بايد مېرمنو ته د ژوند په هره څ??نګه كښې مساوي موقعې وركړې شي۔ ده ووئيل چې مېرمنې بااختياره كول او دوي ته ملازمتونه وركول زمونږ د منشور برخه ده۔