اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل د آسيه بي بي بهر هېواد ته د روانېدو په اړه د مېډيا اطلاعات رد كړي او وئېلې يې دي آسيه بي بي محفوظه او په پاكستان كښې ده٬ د هند لخوا په بحر هند كښې د اتومي ابدوز(اوبتل)په ځاې كولو سره به سوئې??ي آسيا لا ستراتېژېكي عدم استحكام سره مخ شي٬پاكستان د اتومي او د روايتي وسلو د ورپېښو چېلنجونو مقابلې او د هېواد د دفاع مكمل صلاحيت لري٬په افغانستان كښې د طالبانو ز??اتېدونكې كنټرول د اندېښنې وړ دے٬پاكستان د سعودي او يمن ترمينځه د ثالث كار كوي ٬د امريكې د مرستياله خارجه سېكتر اېلس ويلز د پاكستان اوسنۍ دورې پھ موقع د عافيه صديقي مع??مل?? پورته كړی شوې٬ايران سره د پاكستان پھ تجارتي اړيكو د امريكائي بندېزونو هېڅ آغېز نه دې شوې٬د سي پېك ګټه به د سوئېلي مينځنۍ آسيا او د مينځني ختيز درې اربه خلثو ته ورسي۔د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ پھ مهال د خبريالانو د بېلا بېلو پوښتنو ځواب وركولو سره وياند د آسيه بي بي بهر هېواد ته د روانېدو په اړه د مېډيا اطلاعات د حقائقو په ضد وګرځول او وې وئېل آسيه بي بي پاكستان كښې ده۔ويان?? ووئيل آسيه بي بي آزاده وګړې ده او د عدالت د پريكړې نه پس چې چرته تلل غواړي تللې شي۔په بحر هند كښې د هند د وړومبي اتومي ابدوز(اوبتل)په ځاې كولو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ويان?? ووئيل پاكستان په بحر هند كښې د هند د وړومبي اتومي ابدوز(اوبتل) د ګزمې او په هند كښې د خودساخته مباركۍ نوټس اخستې كوم چې نه يوازې د بحر هند سيمه ايزو هېوادونو بلكې نړۍ لپاره د اندېښنې وړ خبره ده۔ويان?? ووئيل د هند د اعلٰی مشرتابه لب و لهجې او دې اقدام سره به سوئې??ي آسيا لا ستراتېژېكي عدم استحكام سره مخ شي۔ويان?? ووئيل پاكستان په سوئې??ي آسيا كښې د ستراتېژېكي استحكام مقاصدو لپاره پوخ عزم لري خو وياند واضحه كړه چې پاكستان د اتومي او د روايتي وسلو څخه د پېښو چېلنجونو مقابلې او د ملكي دفاع مكمل صلاحيت لري۔د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ويان?? ووئيل د افغانستان په بېلا بېلو برخو كښې د طالبانو په كنټرول كښې اضافه د اندېښنې وړ ده۔ده وئيل امريكې هم په يو اوسني راپور كښې دا اعتراف كړی۔ده ووئيل د افغانستان مسئله د طاقت د لارې نه بلكې د امن او خبرو اترو د لارې حل كېدې شي۔ويان?? ووئيل د افغانستان په اړه كنفرنس نن د جمعې په ورځ د نومبر په نهمه نېټھ په ماسكو كښې كېږي۔ايډېشنل سېكتر به په كنفرنس كښې د پاكستا?? استازي توب كوي۔د عافيه صديقي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ويان?? ووئيل د امريكې د مرستياله خارجه سېكتر اېلس ويلز د پاكستان اوسنۍ دورې په موقع مونږ د عافيه صديقي مع??مل?? هم پورته كړې او دا يوه جذباتي مع??مل?? ده او د هغې خوشې كولو لپاره هر ډول مكنه هڅې روانې دي۔ويان?? ووئيل په دې مع??مل?? كښې څه لږ پرمختګ هم شوې خو لا اوس څه نه شو وئېلې۔په ايران د امريكې د نوې بندېزونو په اړه ويان?? ووئيل پاكستان او ايران پخوانۍ د ورورولۍ اړيكې لري۔پاكستان د ايران او اروپاﺀ ترمينځه د اتومي لوظ نامې جے سي پي اے بشپړ ملاتړ كوي۔امريكې ايران سره په كاروباري اړيكو كښې 8 هېوادونو ته استثنٰی وركړی ځكه ايران سره د پاكستان په تجارتي اړيكو هېڅ آغېز نه دې شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې د خارجه دفتر ويان?? ووئيل د ګوانتاناموبے په زندان كښې 5 پاكستاني نژاد سېف الله پراچه٬محمد غلام رباني٬ماجد خان٬امرالا٬بلوچ او عبدالرباني بنديوان دي۔د يمن ثالثۍ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ويان?? ووئيل پاكستان د سعودي او يمن ترمينځه په ثالثۍ كار كوي۔په عراق كښې د ګيرو شوو پاكستانيانو په اړه ويان?? ووئيل ناوخته هوائي اډې ته په راتګ 46 پاكستاني زائرين په الوتكه كښې سواره نه شول۔د دوي