كراچي 04 نومبر (اے پي پي﴾ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې د عمران خان پھ مشرۍ كښې په هېواد كښ?? د ??ډل او و??وس??و پاتې طبقې انقلاب را??لې٬د كراچۍ د هېواد په سياست كښې مهم كردار دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د كراچۍ په ګورنر هاؤس كښ?? د ??اكستان تحريك انصاف د قامي او صوبائي اسمبل?? غړو او نورو عهديدارانو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ پھ دې موقع د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم سوري٬وفاقي وزير ميا محمود سومرو٬صوبائي صدر امير بخش بھټو٬ د صوبائي اسمبل?? غړي حليم عادل شېخ٬د سندھ اسمبلۍ اپوزېشن مشر فردوس شميم نقوي٬ د كراچۍ ډويژن صدر خرم شېر زمان او نور غړي هم موجود وو۔ فواد چوهدري ??وئ??ل چې ټاكنې به د عمران خان د نظريې له امله ګټلې شي۔ ده ??وئ??ل چې په وزيراعظم هاؤس كښې د ګيلو سيل جوړ كړې شوې او د سندھ ګورنر ته هم وئېلې شي چې هغه دې په ګورنر هاوس كښې د اولس د ګيلو سيل جوړ كړي۔ ده ??وئ??ل د بېنظرانكم سپورټ پروګرام له مخې هر يو د قامي او صوبائي اسمبل?? غړې دې د 2000 كسانو لسټ جوړ كړي٬ دا لسټونه به په دې پروګرام كښې شامل كړې شي۔ ده ??وئ??ل چ?? د ??فاقي حكومت د متحده عرب اماراتو سره خبرې شوي دي او په كراچۍ كښې به د اوبو لپاره پلانټ ولګولې شي۔غونډه كښ?? د ??امي او صوبائي اسمبل?? غړو د خپلو خپلو سيمو مسئلو او را??لونكو بلدياتي ټاكنو كښې د ګوند د پالېسۍ په اړه خبرې وكړې۔