لاهور۔17 اګست(اے پي پي) د هند د كركټ پخوانې لوبغاړې او د پارلمان غړي نوجوت سنګھ سدھو د تحريك انصاف مشر عمران خان په بلنه د جمعې په ورځ د واهګه بارډر د لارې پاكستان ته رارسېدلې٬ چرته چې د ھغه تود هركلے شوې٬ سدهو له عمران خان د سوګ??د پورته كولو دستوره كښې د ??ډو?? كولو بلنه وركړې وه كومه چې ھغه قبوله كړې وه اوپه خاص توګه پاكستان ته رارسېدلې٬ ھغه به (نن) د اګست په اتلسمه نيټه اسلام آباد د وزيراعظم د سوګ??د پورته كولو په دستوره كښې ??ډو?? كوي او د ھغه عمران خان سره يو په يو د ملاقات هم امكان دے او ھغه به بيا په نورلسم اګست بېرته لاهور ته رارسي او د دې نه پس به هند ته ځي۔ په واهګه بارډر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل ما عمران خان لپاره شال او نېكي هيلې رواړې دي۔ ده ووئيل عمران خان چې ما له كوم عزت او د سوګ??د پورته كولو په دستوره كښې د ??ډو?? كولو بلنه راكړې زه په ھغې د ھغه مننه كوم۔ ده هيله ولرله چې د عمران خان په مشرۍ كښې به پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ منازل ت??سره كړي او د پاكستان او هند اړيكې به ښې شي۔ سدھو ووئيل عمران خان كروړونو په شمېر د اولس په زړه كښې اوسېږي٬ د سياست مدار په توګه نه بلكې د يو ملګري په حېث پاكستان ته راغلې يم٬ د لوبغاړ هسې هم كار زړونه روغول وي۔ د يادونې وړ ده چې نوجوت سنګه سدھو ته د پاكستان ?? دوه اوونيو ويز?? جاري كړې شوې دي او عمران خان د كركټ پخوانو لوبغاړو سنېل ګواسکر او کپل ديو له هم بلنه وركړې وه خو ھغوي د خپلو مصروفياتو په سوب پاكستان ته راتګ څخه معذرت كړې ٶ۔