اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د خارجه چارو او مېري ټائم لنډ مهاله و??ير عبداللہ حسېن هارون په ميډيا كښې د خپ??ر شوي خبر سپيناوې كولو سره و??يلي دي د اېكسن كمپنۍ لخ??ا د آئل ډرلنګ پحقله زما بيان د كومې بلې معنٰې اخذ كولو نه غېر پكار ٶ۔ د نهې په و??ځ د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل اېكسن كمپنۍ د تېلو لټون لپاره د انډس ډېلټا څخه لرې پاكستان ژورو اوبو كښېد ډرلنګ حقونه بلاك په بېعه اخستې ٶ۔ ده ووئيل ھغوي د ډرلنګ كار لا پېل كړې نه دے خو كمپني د تېلو د لويو پ??نګو په ترلاسه كېدو كښې كاميابۍ لپاره هيله منده ده۔ عبداللہ حسېن هارون ووئيل په دې صورتحال كښې كوم چې پاكستان لپاره ښه خبر دے بايد اېف پي سي سي آئي كښې زما د خبرو كومه بله معنٰې وانه خستلې شي او نه په دې كښې زياتوالې پكار دے۔ د يادونې وړ ده د اګست په څلورمه نيټه په يوه قامي ورځپاڼه كښې په اېف پي سي سي آئي كښې د عبداللہ حسېن هارون د خطاب حواله و??كولو سره ليكلي شوي چې اېكسن موبائل كمپني پاك ايران پولې سره نزدې د كوېت نه هم د زياتو تېلو لوې ذخيرې ترلاسه كېدو ته نزدې رسېدلې ده۔