اسلام آ??اد 06 اګست (اے پي پي) داطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيربېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي چې ??اك??تان به پھ خپلو داخلي معاملو او په خاص توګه په معاشي پالېسۍ كښې بل چا ته د مداخلې اجازه ورنه كړي٬سارك هېوادونه د سيمه ايزې مرستې د لارې پھ منطقه كښې پرمختګ لپاره مهم كردار ترسر?? كولې شي٬د مساوات نشت والې٬زياتېدونكې آبادۍ٬توان او د اوبو بحران لوې چېلنجونه دي كومو لپاره چې په بېړنۍ توګه د كار كولو ضرورت دې٬??اك??تان يو مستحكم افغانستان ليدل غواړي٬د دې لپاره به خپل مثبت كردار ترسر?? كوي٬??اك??تان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بې مثاله قربانۍ وركولو سره كاميابۍ ترلاسه كړې دي٬په ټوله نړۍ كښې بل كوم هېواد د ترهه ګرۍ په ضد دومره قربانۍ نه دي وركړې۔ده د ګل په ورځ دا خبرې د سيمه ايزې ستراتېژۍ او يو والي په اړه جوړ شوي سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔په دې موقع ??اك??تان كښې د چين سفير ياؤ جنګ٬د آئي آر اېس مشره ډاكټر رخسانه قمر هم موجود وه۔د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د ??اك??تان تر ټولو زياته مضبوطيا د ??اك??تان د سيمه ايز پوزيشن له امله ده٬مونږ په ټوله نړۍ كښې اهميت لرو۔ده ووئيل چې ??اك??تان د خارجه پالېسۍ په مېدان كښې د قائداعظم په اصولو عمل كوي۔قائداعظم وئېلي وو چې زمونږ مقصد امن دے٬مونږ پھ عزت سره اوسېدل غواړو او خپلو ګاونډي هېوادونو او نړۍ سره د همغږۍ او دوستۍ اړيكې جوړول غواړو٬مونږ د چا په ضد جارخانه ډيزائن نه لرو٬مونږ د ملګرو ملتونو چارټر سره يو او په نړۍ كښې په امن او خوشحالۍ كښې شراكتدار يو