اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي چې پاكستان د ټولو مسئلو په سوله ايز حل باور لري٬ ??ه منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د تاجكستان هڅو ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده دا خبرې د تاجكستان په پايه تخت دوشنبې كښې د تاجكستان د دفاع وزير جنرال شېر علي ميرزو سره د ملاقات ??ه مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ دا ملاقات د ترهګري د مخ نيوي په اړه د نړيوال كنفرنس ??ه موقع شوے۔ د دفاع وزير ووئي?? چې په داسې حال كښې د افغانستان په ګا??نډ كښې دي٬ پاكستان او تاجكستان د سلامتيا چېلنجونو او خطرو سره مخ دي۔ وفاقي وزير ووئي?? چې پاكستان د ټولو مسئلو په سوله ايز حل باور لري٬ ??ه منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د تاجكستان هڅو ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده ووئي?? چې د چين پاكستان اقتصادي لار به د ګوادر څخه تر كاشغر او په تاجكستان كښې تر مورياب د روابطو زياتولو نوې او ځانګړې موقعې ??ېدا كړي۔ خرم دستګير ووئي?? چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دفاعي مرستې لپاره موقعې ??ټول كېدے شي ځكه چې د پاكستان په دفاعي صنعتونو او د معياري مصنوعاتو په پېداوار كښې بهتري او جدت راغلې۔ وفاقي وزير د خفيه اطلاعاتو په بنياد د مرستې او د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پوځي مرستې د تبادلو وړاندېز وكړو۔ وفاقي وزير په دې كنفرنس كښې د پاكستان نمائندګي وكړه كوم چې د مئي په 3مه او 4مه نېټه په دوشنبې كښې وشو۔ د دې كنفرنس اهتمام تاجكستان د ملګرو ملتونو ??ه مرسته كړے و۔ د دوشنبې كنفرنس ??ه موقع وفاقي وزير خرم دستګير سره د ترهګرې مخ نيوي په اړه د ملګرو ملتونو چارواكي جنرال ولادي مير ورنكوف هم ملاقات وكړو۔