اسلام آباد 15 جنوري(اے پي پي) وزیراعظم ??اه?? خاقان عباسي سره د تركمانستان د وزارتي كابينې نائب چيئرمېن او خارجه ??زير راشد مديدوف د خېر سګالۍ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت زياتولو لپاره د سترو لارو او د رېل رابطو پشمول د رابطه كارۍ په منصوبو كار ګړندي كولو ته سلا راغلې ده ۔ ده وزيراعظم ته د تركمانستان اولس مشر لخوا د نېكو هېلو پېغام ورسولو او د تركمانستان ٬ افغانستان ٬ پاكستان او هند (تاپي) ګاز پائپ لائن پروژې پشمول د توان د منصوبو په پېشرفت ئې بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم ??اه?? خاقان عباسي ترکمانستان سره د توان منصوبو زر ترسره كولو كښې د پاكستان خوښۍ له د عزم پخلې وكړو او د تاپي منصوبې د پېشرفت ستائنه ??ې وكړه ۔ د ترکمانستان خارجه ??زیر وزیراعظم د توان ټرانسمېشن لائن او د فائبر آپټك وړانديزونو پحقله هم خبر كړو۔ ده د پاكستان كمپنو ته د تركمانستان لخوا تاپي منصوبې لپاره په وړاندې كړې ټېنډرز كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه۔ ده د خپل حكومت د پاليس پحقله ووئيل دا پاليسۍ خارجي سرمايه كارو ته په تركمانستان كښې د سرمايه كارۍ اجازه وركوي او په دې لړ كښې به د تركمانستان حكومت د پېټرو كېميكل انډسټرۍ پحقله منصوبو كښې د پاكستان د ګډون هركلې كوي۔د ترکمانستان خارجه ??زیر وزیراعظم ??اه?? خاقان عباسي ته د ترکمانستان دورې بلنه هم وركړه كومه چې ھغه قبول كړه۔ د يادونې وړ ده د ترکمانستان خارجه ??زیر د پاكستان خپل همڅنګ خواجه ??حمد آصف په بلنه ?? پاکستان او ترکمانستان پوليټيكل كنسلټېشنز پرانستې غونده كښې ګډون لپاره د ګل په ورځ په دوه ورځنۍ دوره اسلام آ باد ته رارسېدلې ٶ۔ د ملاقات په مهال د تركمانستان د توان او ګاز وزير او د تاپي ګاز پائپ لائن كمپنۍ لمېټډ چيف اې??زې??ټو افسر سره د پاكستان خارجه ??زير خواجه ??حمد آصف هم موجود ٶ۔(