لاهور 01 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې په ټول هېواد كښې يو ډول د تعليم نظام زمو??ږ منزل او معياري تعليم د حكومت وړومبې ترجيح ده٬ دوه نيم كروړه ماشومان سكولونو ??ه راوستلو لپاره ټولې وسيلې كارولې شي۔ ده دا خبرې تې??ه ورځ د نېشنل كالج اف آرټس د دورې په موقع وكړې۔ په دې موقع اېن سي اے پرنسپل ډاكټر مرتضٰي جعفري او سينئر فېكلټي غړو د وفاقي وزير تود هركلې وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير ته د كالج په اړه بريفنګ وركړے شو او د ضرورياتو نه هم خبر كړے شو۔ وفاقي وزير ووئيل چې كالج ته په راتګ خوشحاله شوم٬ د تعليم بهتري او پرمختګ نه يوازې زما بل??ې د وزيراعظم عمران خان هم ??ړومبې ترجيح ده۔