اسلام آباد 08 جون (اے پی پی) د تحريك انصاف چيئرمېن عمران خا?? به د اسلام آباد بنو٬ميانوالي٬لاهور او كراچۍ څخه ټول ټاكنو كښې برخه اخلي۔د جمعې په ورځ مركزي مېډيا ډيپارټمنټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ټول ټاكنو 2018 لپاره تحريك انصاف د كانديدانو فهرست جاري كړې۔د قامي اسمبلۍ 173 او صوبائي اسمبلو 290 حلقو ??پاره د كانديدانو د نامزدګۍ عمل بشپړ شوې۔د تحريك انصاف چيئرمېن عمران خا?? به اېن اے 53 ٬ 35 ٬ 95 ٬ 131 او 243 څخه ټول ټاكنو كښې برخه اخلي ٬ دغسې شاه محمود قرېشي به اېن اے 156 ملتان څخه٬فواد چوهدري به اېن اے 67 جهلم څخه٬پروېز خټګ به اېن اے 25 نوښار٬مراد سعيد به اېن اے 4 سوات٬ عبدالعليم خا?? به اېن اے 129 لاهور٬غلام سرور خا?? به د پېنډۍ ??وو حلقو اېن اے 59 او 63 څخه ټول ټاكنو كښې برخه اخلي ٬ عامر محمود كياني به اېن اے 61 پینډۍ٬ ډاكټر ياسيمين راشد به اېن اے 125 لاهور او اعجاز چوهدري به اېن اے 133 لاهور څخه ټول ټاكنو كښې برخه اخلي۔د جاري شوي بيان له مخې شفقت محمود به د اېن اے 130 لاهور او عثمان ډار به اېن اے 73 سيالكوټ څخه په ټول ټاكنو كښې برخه اخلي۔بيان كښې وئېلي شوي خېبرپښتونخوا كښې د صوبائي اسمبلۍ 81 كانديدانو ته ټكټونه جاري شوي دغسې د سندھ 21 حلقو ??پاره د كانديدانو نامزدګو او د بلوچستان اسمبلۍ 23 حلقو ??پاره د كانديدانو اعلان شوې۔د دې نه ځانله د پنجاب 165 حلقو ??پاره د ګوند ټكټونه جاري كړی شوي دي