اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) قامي اسمبلې ته وئيلي شوي دي د تېلو او ګاز كمپنې د سماجي ذمه وارې له مخې د تېلو او ګاز په سيمو كښې ??لا??ي كارونه كوي او ځائي خلقو ته ملازمتونه هم وركوي۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلې كښې ??ه سانګهړ كښې د تېلو او ګاز كمپنو لخوا د فلاحي چارو او ملازمتونو په اړه د جما?? الدين د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې ??فاقي وزير شېخ افتاب احمد ووئيل د پېټروليم كمپنې ??ې په كومه سيمه كښې ??ار كوي٬ هلته د سماجي ذمه وارې له مخې كار كوي او ځائي خلقو ته روزګار هم وركوي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې ??ول فنډ اړوند ډپټي كمشنر ته وركولې شي۔ د ډپټي كمشنر په دفتر كښې ??وه كمېټې وي۔ په كمېټې كښې د اېم اېن اېز او د اېم پي اېز په مشوره د پرمختيائي چارو پرېكړې كولې شي۔ ده ووئيل په سانګهړ كښې د تېلو او ګاز كمپنو لخوا د سماجي ذمه وارې په مد كښې ??ركړې پېسې به اړوند اېم اېن اے ته وركولې شي