اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د وزي??اع??م د خزانې٬ رېونيو او اقتصادي ??ار?? ډويژن سلاكار ډاكټر مفتاح اسمعاعيل د نړيوال بانك مېنجنګ ډائرېكټر/ چيف اېګزېكټو آفيسر مس كرسټالينا جيورجيوا سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د وزي??اع??م سلاكار په پاكستان كښې د نړيوال بانك پورټ فوليو سره سره د سباؤن په پروژو هم رڼا واچوله۔ ده هغه د تېرو پنځو كلونو په مهال د پاكستان د مجموعي اقتصادي كاركردګې څخه هم خبره كړه او وې وئيل چې د روان مالي كال په مهال هم پاكستان د مجموعي قومي پېداوار د شرح نمو هدف پ?? ترلاسه كولو كښې بريالې شوے او دا پرمختګ به راتلونكې كال هم روان وي۔ د نړيوال بانك مشرې د پاكستان حكومت لخوا په اصلاحاتي اېجنډا د عمل كولو اقدامات وستائيل او د پرمختيائي اېجنډې مخ په وړاندې بوتللو لپاره ئې د نړيوال بانك لخوا مرستې باور وركړو۔ د وزي??اع??م سلاكار د پاكستان او هند ترمېنځه د اوبو څخه د برېښنا د پروژو جوړولو په اړه د شخړو په پلو هم د نړيوال بانك د مشرې پام راوګرځولو او غوښتنه ئې وكړه چې نړيوال بانك دې د سندھ طاس لوظنامې له مخې خپل كردار ترسره كړي۔ د وزي??اع??م سلاكار نورو مشرانو سره هم ملاقاتونه وكړل۔