اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) په چين كښې به د ماربل٬ ګرينائيټ او د نورو آرائشي كاڼو نړيوال نندارتون راتلونكې كال په مارچ كښې كېږي چې پكښې د پاكستان ګڼ شمېر كم??نې او تجاران ګډون كوي۔ د ټي ډي اے پي له مخې دا نندارتون به د مارچ په شپږمه نېټه پې?? كېږي او د مارچ تر 9مه نېټې به دوام ولري۔ پاكستان د ماربل ذخيرو ??ه اړه د نړۍ په لويو لسو هېوادونو كښې شامل دے۔ په پاكستان كښې د ماربل د 64 نه زيات اقسام شته۔ د ماربل صنعت د 30 زرو ??ه زياتو كسانو ته روزګار هم وركوي۔