اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات دوهمې وزيرې مريم او??نګزېب د وزيراعظم شاهد خاقان ??باسي لخوا د حلقه بنديو په ??ړه د پيپلز ګوند د 11 وړاندېزونو مسترد كېدو خبرونو ترديد كولو سره وئيلي دي حكومت د مشاورت په جمهوري اصولو باور لري او د پارلماني فريقو وړاندېزونو ته د قدر په سترګه ګوري۔ په حلقه بنديو قانون سازي يوه مهمه آئيني او جمهوري غوښتنه ده۔ حکومت د آئین?? ، ??ارلیمانی او جمهوري رواياتو ترمخه په دې معامله پېشرفت كوي۔ د شورؤ په ورځ خپل يو بيان كښې دوهمې وزيرې ځينې ورځپاڼو كښې خپور شوي خبرونه بې بنسټه ګرځولو سره ووئيل د وزیراعظم شاهد خاقان ??باسی په مشرۍ كښې د شريكو ګټو كونسل غونډه شوې وه كومه كښې چې ټولو صوبو په حلقه بنديو او دې سره په اړوند نورو چارو بشپړ غور كولو څخه وروستو په ګډه پرېكړې كړې وې۔ دې ووئيل ټولو چارو ته بايد د شريكو ګټو كونسل پرېكړې په رڼا كښې وكتلې شي۔ دې ووئيل حكومت د مشاورت په جمهوري اصولو باور لري او د پارلمان ټولو فريقو وړاندېزونو ته د قدر په سترګه ګوري۔