نیویارك 21 ستمبر (اے پی پی) د آزاد جمو كشمير اولس مشر سردا?? مسعود احمد خان وئېلي دي د مقبوضه كشمير اولس به د خپلې آزادۍ لپاره د حق خود ارادايت تحريك تر كاميابۍ روان ساتي٬د شخړيز كشمير حل لپاره ملګري ملتونه مناسب فورم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستاني او كشميري كميونټۍ دستورې ته خپل خطاب كښې كړې۔سردا?? مسعود احمد خان ووئيل د شخړيز كشمير حل لپاره ملګري ملتونه يو ښه او مناسب فورم دے چ?? د ??ومو قراردادونو له م??ې د كشمي?? مسئله حل كېدې شي او وخت راغلې چې ملګري ملتونه د كشمير حل لپاره په هند فشار واچوي ځكه چې ملګرو ملتونو ته د كشمير په اړه قراردادونو ته د نړيوالو مشرانو ملاتړ ترلاسه دے۔ده ووئيل د مقبوضه كشمير اولس د هند څخه د خپلې آزادۍ او حقونو ترلاسه كولو تحريك روان ساتلو حق لرې۔ده ووئيل مونږ د كشمي?? مسئلې پرامن حل غواړو۔د آزاد كشمير اولس او پاكستانے قام د خپلو مظلومو كشميريانو وروڼو سره زلاړ دے