ګلګت۔09ستمبر (اے پی پی ) د ګلګت ګلګت بلتستان اع??ی وزير حافظ حفیظ الرحمن وئيلي دي په ګلټري ٬ مني ٬ مرګ او دم سم كښې د واورو پرېوتلو په سوب د سر شمېرې ډلې دغو ځايونو ته رسېدلې نه وې اوس د دغه سيمو ډېټا جمع كړې شوې۔ ددې سيمو نه ځانله د ابتدائي نتيجو ترمخه د جي بي آبادي 14لکهه 92زره ده۔ د سرشمېرې عمل د پاك پوځ په نګرانۍ كښې په سپېځلي ډول شوې۔ د پاكستان ??زيراعظم ش??هد خاقان عباسي د پلاننګ كمېشن آف پاكستان چيئرمېن سرتاج عزيز په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان اصلاحاتو په اړه كمېټۍ ته ري نوټيفائي كړې چې غونډه به ئې د روانې مياشتې په 15مه نېټه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اع??ی وزير حافظ حفيظ الرحمن ميډيا ??ره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په ټولو ضلعو كښې د كوم فرخ نه لرې په پرمختيائي منصوبو كار روان دے۔ د محمد نواز شريف په هدايت نوې څلور ضلعې جوړې كړې شوې۔ د 70 كروړو روپو په مصرف به استور ویلی روډ او د 18 كروړو روپو په مصرف به راما روډ جوړولې شي۔ د سي پېك ترسېوري لاندې د 100 اربه څخه د زياتو روپو مېګا منصوبې پي اېس ډي پي څخه منظور شوي دي۔ د سكردو اهميت نظر كښې نيولو ??ره زمونږ لارښود محمد نواز شريف اولس ??ره وعده كړې وه چې سكردو روډ به جوړولې شي۔ د 33 ارب روپو په لګښت سكردو روډ جوړولې شي۔ دې لپاره ابتدائي رقم جاري كړې شوې۔