ا??لا?? آباد ۔ 28 اګست (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د اولس مسئلو حل له دې ټاكلي نمائندګان خپل فعاله كردار ترسره كړي او د روانو پرمختيائي پروژو زر تر زره پايې ته ??سې??لې دې باوري كړې شي۔ دا خبره ده د پنډۍ ډويژن مسلم ليګ (ن) د قام?? اسمبلۍ غړو يو پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د ګل په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ د وزیراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د قام?? اسمبلۍ غړو وزيراعظم د خپلو خپلو حلقو پرمختيائي او د اولسي خېر ښېګړې منصوبو په اړه خبر كړو۔ ملاقات كوؤنكو كښې ملک ابرار احمد، ملک اعتبار خان، سردار ممتاز خان، چوهدری خادم حسېن، نوابزادہ راجه مطلوب مهدی، اسفن یار بھنډارا، مسز طاهرہ اورنګزېب، نګهت پروین ، مسز آسیه ناز تنول??، مسز سیما محی الدین جمیل??، مسز فرحانه قمر، مسز عفت لیاقت او مسز زهرہ ودود فاطمی وه۔ په دې مهال د پارلماني چارو دوهم وزير شېخ آفتاب احمد او نور مشران چارواكي هم موجود وو۔